د افغانستان په محاكمو كې د ښځو ستونځې:
په افغانستان كې ښځې د ژوند په ځينو چارو كې له ستونزو سره مخ دي ، يوه له هغو نه په محكمو كې د ښځينه بنديانو او مراجعينو د دوسيو پر وخت نه څيړل دي .
په محاكمو كې د شته فساد له كبله زياتره خلك سر ټكوي خو ښځې چې تر نارينه وو په ټولنه كې د كمزوري دريځ خاوندانې دي له دې كبله ډيرې زوريږي ، د كابل ښار اوسيدونكې يوه ميرمن چې د نوم له ښودلويې ډډه وكړه او اوس د څرخي پله په زندان كې بندۍ ده وايي چې له څو مياشتو را په دې خوا يې دوسيه نه فيصله كيږي :
په پاكستان كې وم چې پلار مې وركړم ، خاوند مې ۸۰ كلن دى او زه اتلس كلنه يم ، له ژونده نه يم خوشاله بن زيانو مې په چاقوګانو وهلې يم ، د روغتون سند راسره دى ، ميړه مې پيسې تيرې كړې ، په خپله يې راته وويل چې زه پيسې تيروم دلته به په زندان كې ورسته شې ، لس مياشتې كيمي چې بندۍ يم ، لومړى محكمې لس كاله بند راته وټاكه ، د دوهمې محكمې قاضي ښه سړى و پيسې يې وانه خيستې ميړه ته مې ويل چې دا بې ګناه ده كه ظلم دې پرې نه كاوه نو كور يې نه پريښود ، دلته داسې كسان هم شته چې په زنا كې نيول شوي خو پيسېاو كورني لري چې باز خواست يې كوي نو ژر خلاصيږي ، زه غريبه يم او مور مې هم ميره ده ، ما ځان دولت ته سپارلى خو دوى راته دوسيه كې ليكلي چې له كوره تښتيدلې يم ، كه داسې وي نو راباندې دې ثابته كړي .
ځينې نورې ښځې بيا له دې امله سر ټكوي چې په محاكمو كې هرې شعبې ته چې سر ورښكاره كوي نو د پيسو غوښتنه ورنه كيږي ، خو ميرمن حميده چې دوسيه يې د كابل ښار په يو محكمې كې تر غور لاندى دى وايي چې كه څوك سواد ولري او خپله دوسيه په خپله وڅاري نو كاريې يو څه كيږي خو كه بيسواده وي نو ورته ډيره مشكله ده ، ليدلي مې دي دلته چې ځيني راځي په مياشتو ، مياشتو يې كار نه كيږي :
غواړم له خپل ميړه نه طلاق واخلم ، ځكه هغه ډير بد او ظالم سړى دى ، په دې ژمي په دې واورو كې د شتوو ترانسپورتي ستونزو سره هره ورځ دلته راځم ، په وكيلانو ډير بيروبار دى ، څوك چې سواد و نه لري كار يې ژر نه خلاصيږي دلته داسې پې سواده ميرمنې شته چې كارونه يې دوه درې كاله حنډيدلي دي .
د افغانستان د ژمي په سږنيو سختو يخنيو كې محكمه په محكمه ګرځيدل ريښتيا هم د زړه زور غواړي ، خو لكه څنګه چې وايي له پيښې تيښته نشته ، نو چې چاته ورپيښه وي له مجبورې به يې ګالي ، جميله خليل له همدغو مجبورو ښځو ځښه ده چې كلونه كيږي د خپلې ځمكې لپاره سر ګردانه ده :
زما د پلار او د نيكه ځمكه ده ۳۴ جيريبه په هلمند كې ، تقريباً درې كاله كيږي چې زما دعوا ده په دې محكمه كې خو بازخواست نشته ، زما اسناد ټول شرعي او حقيقي دي خو زما جانب مقابل چا چې زما ځمكه غضب كړې ده دوه قومدانان دي چې هم ديخوا لاس لري او هم ها خوا ، دلته په پارلمان كې خلك پيژني نو ځكه زما په كړي زحمت خواري واړوي .
كه څه هم د سترې محكمې چارواكي وايي چې په محاكمو كې يو لړ اصلاحات راوستي او دغه لړۍ لا روانه ده ، له بلې خوا د قانون له مخې بايد هره دوسيه په ټاكلي وخت كې فيصله شي ، خو دا چې ولې داسې نه كيږي په دې اړه مو د كابل ولايت د فاميلي محكمې قاضي سارا سهاك وپوښتو هغه وويل :
دا يوه حقوقي محكمه ده دوسيې په هره برخه كې راځي ، نو مونږ نه غواړو په هرې موضوع باندې عاجل تصميم ونيسو ، د هرې موضوع اجرات فرق كوي او د هرې محكمې اجرات هم فرق كوي ، مثلاً يوه ښځه د خپل ميړه نه شكايت لري چې ميړه يې په خارج او دى په افغانستان كې اوسي نو دا بايد خپله دعوا په غيابي توگه مخ ته يوسي ، دا موضوع يواځې جلب يې ۴۵ ورځې غواړي .
د نظر د خاوندانو په وينا د افغانستان محاكم لا ډير اصلاح ته ضرورت لري خو كه چيرې د ښځو كمزري دريځ او د امكاناتو كموالي ته په پام سره د هغو دوسيو ته لازمه پاملرنه وشي او پر وخت فيصله شي ، نو دا كار به په محاكمو كې د فساد د مخنيوي په لور يو لوى ګام وي ، چې خلك هيله مند دي د سترې محكمې له چارواكو له خوا ژر واخيستل شي .
12:41 | شریفه صافۍ |
